خپلواک وېبپاڼه (۲۶ اکتوبر ۲۰۱۹): د افغانستان مخکښ سندرغاړی جاوېد اميرخېل نن سبا په ازبکستان کې دی او هلته د خپلې نوې سندرې په ريکارډنګ باندې بوخت دی.
نوموړی د اکتوبر په ۲۲مه نېټه ازبکستان هېواد ته تللی دی، چې په خپل يو پوسټ کې يې ليکلي و: ((په يو هنري سفر د ګاونډي هېواد ازبکستان تاشکند پر لور.))
خو وروسته نوموړي د اکتوبر په ۲۵مه نېټه او د جمعې په ورځ يو بل پوسټ وکړ او وې ويل چې په ازبکستان کې يې ځينې يادګاري انځورونه اخيستي، چې هغه يې هم له خپلو مينه والو سره شريک کړل.
نوموړی په خپل پوسټ کې ليکي، چې نن مو وروسته د جمعې له لمانځه د ملګرو سره څو يادګاري انځورونه واخيستل او دا ځل به ستاسې خدمت ته د ازبکستان له سټوډيوګانو نوې سندره وړاندې کوم.
هغه په دې تړاو نور معلومات نه دي ورکړي، چې دا ځل يې نوې سندره د څه په اړه ده او شعر د چا دی او دا چې په ازبکستان کې به يوازې د سندرې اډيو ريکارډنګ کوي او که ويډيو، خو وايي چې خپله نوې سندره په ازبکستان کې جوړوي.
د يادولو ده چې جاوېد اميرخېل د افغانستان يو له هغه سندرغاړو څخه دی، چې تل يې په معياري موسيقۍ کار کړی دی او د شعر تر څنګ يې غوره موسيقي هم جوړه کړې ده، چې وروستۍ هره سندره يې د ښې ويډيو تر څنګ خپره کړې او خلکو ډېره خوښه کړې ده.
د هغه سندره (وطنه مور يې زموږ) اوس هم په هر ځای کې اورېدل کېږي او په ځانګړې توګه په پروګرامونو کې بيا ډېره اورېدل کېږي. همدا راز د هغه يوه بله سندره (پاڅېږه وطنه) هم خلکو ډېره زياته خوښه کړې وه. نوموړي د سلېمان لايق يو نظم (ملت) هم په ډېر ښه ډول ويلی و، چې د خلکو د خوښې وړ ګرځېدلی و.
ذهني پوښتنې: د چرګ هګۍ به د چا رسېږي؟