کورپاڼه / خبرونه / د افغان ملي لوبډلې دا لوبغاړى پېژنئ؟ د نړۍ دويم غوره توپ اچونکى هم دى
مجيب الرحمان

د افغان ملي لوبډلې دا لوبغاړى پېژنئ؟ د نړۍ دويم غوره توپ اچونکى هم دى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ ورو توپ اچونکي يو پخوانى عکس په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې د هلکوانۍ پر مهال د کرکټ د کومو سياليو کې اخيستل شوى دى.

پاس عکس ته وګورئ، چې يو هلک پکې جام او نورو پکې جايزې په لاسونو کې نيولي دي، ښي طرف ته کوم هلک چې ولاړ دى او سره دايره ترې چاپېره شوې ده، ايا دا پېژنئ؟ چې اوس د نړۍ دويم غوره توپ اچونکى هم دى.

که يې نه پېژنئ، نو موږ به يې دروپېژنو، نوموړى د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان دى، چې اوسمهال په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د نړۍ دويم او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د نړۍ دريم غوره توپ اچونکى دى.

که څه هم د دې عکس دقيق وخت نه دى معلوم، چې دا د کوم کال دى، خو مجيب الرحمان پکې د هلکوانۍ په وخت کې دى او دا عکس په خوست کې د شل باليزه ټورمنټ پر مهال اخيستل شوى دى.

مجيب الرحمان چې په دې وروستيو کې يې واده هم کړى دى، د پاکستان سوپر ليګ کې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره هم لوبېده، خو پاکستان سوپر ليګ د کورونا له امله لغوه شو او نوموړى به نن بېرته هېواد ته راستون شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …