کورپاڼه / بېلا بېل / د مصر يو ځوان يوازې د ٢٤ ساعتونو لپاره ميليونر شو
اې ټي ايم ماشين

د مصر يو ځوان يوازې د ٢٤ ساعتونو لپاره ميليونر شو

په بيلجيم کې کارکوونکى يو مصري ځوان يوازې د ٢٤ ساعتونو لپاره ميليونر شو، هغه ته د يو شرکت له خوا په تېروتنې سره ٧٦٠ زره يورو، چې ١٤ ميليونه مصري پونډ ترې جوړېږي، ورلېږلي و.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د مصر په ټولنيزو رسنيو کې د دغه هلک کيسه ډېره مشهوره شوې ده، دغه هلک وايي، چې هغه د بيلجيم له يو شرکت سره په ډېر کم معاش د ژباړې په برخه کې کار کوي، خو هغه مهال له خوشحالۍ نه په کاليو کې نه ځايېده، چې کله ورته د ياد شرکت له لوري ١٤ ميليونه مصري پاونډه ورولېږل شو.

دغه ځوان جاد الرب نومېږي، هغه وويل، چې د بيلجيم د يو شرکت سره د ژباړې په برخه کې کار کوم او د هغوى لپاره بېلا بېل مواد ژباړم.

دغه ځوان زياتوي، چې شرکت نه مې د خپلو پېسو غوښتنه وکړه، چې ډېرې کمې وې، خو کله چې مې اکاونټ کې وکتل نو ٧٦٠ زره يورو، چې ١٤ ميليونه مصري پاونډه کېږي، راغلي و، نو ډېر پرېشانه شوم.

نوموړى وايي، ما د دومره ډېرو پېسو له ليدو وروسته د شرکت سره اړيکه ونيوله، نو هغوى خپله تېروتنه ومنله او ماته يې وويل، چې دا پېسې ورته بېرته ورولېږم.

دغه ځوان زياتوي، ما يادې پېسې ژر تر ژره دغه شرکت ته ولېږلې، زما لپاره همدا لويه خبره وه، چې په ميليونرانو کې شامل شوم، که څه هم دا يوازې د ٢٤ ساعتونو لپاره و.

د مصر په ټولنيزو رسنيو کې دغه هلک د پېسو بېرته لېږلو عکسونه هم خپاره کړي دي او ليکلي يې دي، چې زه د خپل ضمير سودا نه شم کولى.

د دغه ځوان په دې کار سره، چې دا دومره ډېرې پېسې يې بېرته خپل مالک ته ولېږلې، په ټولنيزو رسنيو کې خلکو ډېر زيات ستايلى دى.

دا هم ولولئ

فنلېنډ د نړۍ تر ټولو خوښ او افغانستان بیا تر ټولو ناخوښ یا غمجن هېواد اعلان شو

که څه هم په دې وروستیو کې نړۍ له بېلابېلو ستونزو او په دې وروستیو …