کورپاڼه / بېلا بېل / ايسلېنډ کې په يوه اونۍ کې ١٧ زره زلزلې راغلي
زلزله

ايسلېنډ کې په يوه اونۍ کې ١٧ زره زلزلې راغلي

اته ورځې تېرې شوې دي او په ايسلېنډ کې تراوسه پورې ١٧ زره زلزلې ثبت شوي دي، چې په دې کې د لوړې کچې زلزله بيا ٥.٦ وه. پوهان وايي، چې ښايي دا زلزلې د اتشفشا غر له امله راغلي وي.

تر ټولو ستره زلزله د فبرورۍ په ٢٤مه نېټه سهار وختي وشوه، چې پلازمېنه رايک جېويک کې يې تعميرونه ولړزول، د دې کچه ٥.٦ وه. له هغه وروسته هم د پنځمې کچې زلزلې د فبرورۍ په ٢٧مه او د مارچ په لومړۍ نېټه راغلي دي، خو په دې ورځو کې نورې کوچنۍ ډېرې زلزلې هم راغلي دي.

تراوسه پورې د کوم لوى تاوان په اړه معلومات نشته، خو ځينو تعميرونو او سرکونو کې يې درزونه راوستي دي، خو د رايک جېويک ښار اوسېدونکو پرلپسې ٢٤ ساعته د ځمکې خوځېدل احساس کړي دي، دا زلزلې په دمه دمه ټوله اونۍ روانې وې.

د ګرانډوک ښار اوسېدونکي وايي، چې يو کال مخکې يې هم دا ډول زلزلې احساس کړې وې، خو اوس د دې کچه او شمېر بېخي لوړ شوى دى، تر دې پورې چې خلک د شپې د ويرې له امله ويده کېدلى نه شي.

ايسلېنډ هغه هېواد دى چې د دوه پليټونو په څنډه کې پروت دى، د دې پلېټونو د خوځېدو کچه له دې مخکې يوازې الو ثبتوله، خو اوس يې د زلزلو احساس خلکو ته هم رسېږي.

خو د ايسلېنډ پوهنتون ساينسپوه ډاکټر پوروالدر پارډرسن بيا وايي، چې په دې سيمه کې دوه غرونه داسې دي، چې په بېخ کې يې اتشفشا شته دى، چې د دې د راوتلو امکانات هم شته، دا په ١٢مه پېړۍ کې هم يو ځل له دې غرونو راوتلې وه.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …