کورپاڼه / روغتيا / آیا په التراساونډ سره د چاغښت ستونزه حل مومي؟

آیا په التراساونډ سره د چاغښت ستونزه حل مومي؟

امریکایي ساینسپوهانو د موږکانو پر ځیګر د التراساونډ څپې تېرې کړي او د چاغښت په کنترولولو کې بریالیتوب ترلاسه کړی، خو که چېرته یې همدغه تجربه په انسانانو اغېزمنه تمامه شي، نو هیله شته چې په راتلوونکو څو کلونو کې به انساني چاغښت هم له منځه یوسي او د درملو او عملیاتو اړتیا به هم نه وي.

ساینسپوهانو د خپلو تجربو له موږکان په دوو ډلو ویشلي، چې یوې ډلې ته یې تر اته اوونیو پورې په ورځني ډول روغتیایي خواړه ورکړل او دویمې ډلې ته یې د غوړو او کاربوهایډریټو درلودونکې خواړه ورکړل، چې بیا معلومه شوه چې کاربوهایډریټو لرونکو خواړه خوړونکي موږکانو وزن د نورو په پرتله کم شوی و.

په دویمه مرحله کې بیا دواړو ته هماغه خواړه ورکول کېدل او په دوو ډلو سره وویشل شول، چې یوې ډلې د ځیګر پر شاوخوا یې د التراساونډ څپې واچولې او په دویمه ډله بیا بې ضرره وړانګې استعمال شوې او تر اته اوونیو پورې دغه مرحله روانه وه.

د ښو خوړو خوړونکو ترڅنګ په ورځني ډول په هغه موږکانو چې بې ضرره وړانګو ورباندې اچول کېدې، دواړه یو ډول ول، خو بیا هغه موږکان چې کاربوهایډریټ یې کارول او د التراساونډ څپې پرې کارېدلې وې، وزن یې ډېر کم شوی و.

په راتلوونکې کې هیله ښودل شوې چې دغه تجربې به یې په انسانانو هم بریالۍ شي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …