کورپاڼه / جالب / د واده په ورځ ناوې د هلک په ليدو له واده وتښتېده
ناوې

د واده په ورځ ناوې د هلک په ليدو له واده وتښتېده

په هند کې يوه ناوې د واده په وخت له هغه وروسته له واده وتښتېده، چې کله يې د خپل کېدونکي خاوند څېره وليدله، د څو ساعتونو له لانجو وروسته د هلک کورنۍ پرته له واده بېرته ستنه شوه.

د هندي رسنۍ (١٨ نيوز) د راپور په وېنا، د هند په بهار کې هغه مهال د واده په ځاى کې خلک له جالب حالت سره مخ شو، کله چې ناوې د هلک د مخ ليدو وروسته له واده وتښتېده.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د واده مراسم په يو مندر (د هندوانو عبادتځي) کې ترسره کېدل، چې د ناوې خور ناوې د واده څو د مراسمو څخه وتښتوله.

ويل کېږي چې د نجلۍ کورنۍ ته د هلک عکسونه په وټساپ کې لېږل شوي و، چې نجلۍ واده ته غاړه ايښې وه، خو کله چې يې هلک مخامخ وليده، نو هلک يې خوښ نه شو او د واده پرېکړه يې وځنډوله.

د هلک کورنۍ څو ساعته په همدې تمه ناست و، چې ناوې به بېرته راوستل شي، خو د نجلۍ کورنۍ هم د نجلۍ په سر ودرېده او د څو ساعته له لانجو وروسته د سيمې خلکو په وينا د هلک کورنۍ دې ته راضي شوه چې پرته د واده څخه بېرته ستنه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …