کورپاڼه / جالب / په هند کې یوه انجلۍ له څلورو کسانو سره تښتېدلي او له هغې وروسته داسې کار شوی، چې له خندا به ورته شنه شئ

په هند کې یوه انجلۍ له څلورو کسانو سره تښتېدلي او له هغې وروسته داسې کار شوی، چې له خندا به ورته شنه شئ

د هند د اتر پردیش ایالت د امبیډکر نګر په ولسوالۍ کې یوه انجلۍ له خپلو څلورو ملګرو سره له کور څخه تښتېدلې، خو د کور غړیو یې بېرته نېولې، چې بیا یې پچه واچوله او واده یې وکړ.

ویل کېږي چې د عظیم نګر پر شاوخوا کې یوه انجلۍ له څلورو کسانو سره تښتېدلې، چې هلکانو تر دوو ورځو پورې د خپلوانو په کور کې ساتلې وه، چې بیا ونېول شوه او پنځه واړه بېرته کلي ته راوستل، چې بیا یې والدین پولیسو ته د عارض کېدو لپاره تلل، خو ځایي مشرانو یې مخنیوی وکړ، چې واده یې کوو.

کله چې له انجلۍ څخه وپوښتل شو چې له چا سره واده کول غواړي، نو انجلۍ حیرانه شوه اوس سم ځواب یې ورته ونه ویلی شو او کله چې له هلکانو څخه وپوښتل شول، نو هغوی ټول له واده منکر شول.

حالاتو ته په کتو د کلي مشرانو جرګه راوغوښته، چې تر درې ورځو پورې یې د بندو دروازو تر شا مشورې کولې او په څلورمه ورځ یې پرېکړه وکړه، چې پچه دې واچوي چې د هر چا پچه راووتله هماغه به له انجلۍ سره واده کوي، چې تېره ورځ له پچې اچونې وروسته انجلۍ له هغه چاسره وادع وکړ چې پچه یې راختلې وه.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …