د بالیووډ مشهور او نوموتي ادکار یا هنرمند جیکي شرف د حیواناتو د ساتنې ادارې ته یو امبولانس ور کړی، چې دغه مراسم د اداکارې اشا جلکا لخوا نېول شوي ول.
ویل کېږي چې په دې مراسمو کې کله چې جیکي شرف د خبرو لپاره دریځ ته راوغوښتل شو، نو داسې خبرې یې وکړې چې هلته موجود خلک یې مجبور کړل چې په کړس کړس وخاندي.
په دې مراسمو کې جیکي شرف د خپل ډېر عمر په اړه په ټوکه سره ویلي، چې نور خپل مرګ ته نږدې دی، نوموړی زیاتوي چې زموږ ماشومان باید ښه وساتل شي او مینه ورسره وشي او دا اړینه خبره ده.
جیکي شرف ویلي چې بافي خو پوه شئ چې زه نیمایې په قبر کې یم، خو کله چې اشا جلکا ورته غوسه غوندې شوه، نو جیکي شرف وویل چې نه، نه ترې نوي کلنۍ خو یې رسوم.
نوموړی زیاتوي چې زوي یې ټایګر شرف د حیواناتو د ساتنه سره ډېره مینه لري او اشا ته یې وویل، که چېرته یې د حیواناتو لپاره نورو امبولانسونو ته اړتیاوي نو ورته دې ووایي.