کورپاڼه / روغتيا / هغه عادت چې زموږ د روغتیا لپاره ډېر زیانمن تمامېږي

هغه عادت چې زموږ د روغتیا لپاره ډېر زیانمن تمامېږي

ډېری وختونه موږ پخپل ژوند کې په ځینو داسې عادتونو عمل کوو، چې په اړه یې نه پوهېږو چې آیا دا خو به زموږ لپاره زیانمن نه وي، همدغه ډول یو عادت له ډوډۍ خوړلو سمدستي وروسته حمام یا غسل کول دي.

له ډوډۍ خوړلو وروسته سمدستي حمام یا غسل له کولو مو ډېری مشران یا سپین ږیري منع کوي او اوسمهال ساینس هم زیانمن وګڼو او د نه کولو لارښوونه یې وکړه.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې له ډوډۍ خوړلو سمدستي وروسته لامبل یا حمام کول د هضم اړوند ستونزې رامنځته کوي.

په حقیقت کې کله چې موږ ډوډۍ خورو نو د معدې پر شاوخوا مو د وینې دوران تېزېږي، چې بیا خواړه په آسانۍ سره هضمېږي، خو که چېرته له ډوډۍ خوړلو وروسته سمدستي حمام یا غسل ترسره شي، نو د وینې دوران د معدې پرځای په ټول بدن کې ډېرېږي او د هضم عملیه دروي.

دغه راز له حمام کولو وروسته د بدن د تودوخې درجه هم کمېږي او کله چې بېرته عادي حالت راګرځي، نو د هضم د بیا پیلېدو لپاره د بدن غړي په ځانګړي توګه زړه د وینې د پمپ کولو لپاره اضافي کار کوي.

د هضم د مرحلې درېدنه او یاهم په کمزوري کېدلو سره طبیعت خرابېږي او د تېزابیت ستونزې هم رامنځته کوي، چې ددې ټولو عملونو څخه د ژغورلو لپاره روغتیایي کارپوهان لارښوونه کړې چې له ډوډۍ خوړلو وروسته د لامبلو پرځای له لامبلو وروسته ډوډۍ وخورئ، چې په دې ډول بدن تازه او ښه وي.

دا هم ولولئ

له لوړ فشار څخه څه ډول ځان وژغورو؟ آسانه طریقه یې دلته ولولئ

په عام ډول د منځني عمر کسان د وینې له لوړ فشار سره مخ وي …