کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سهواګ او ټنډولکر د انډيا ليجينډز لوبډلې ته ستره بريا ورپه برخه کړه
سچن ټنډولکر او وريندر سهواګ

سهواګ او ټنډولکر د انډيا ليجينډز لوبډلې ته ستره بريا ورپه برخه کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانيو توپوهونکو وريندر سهواګ او سچن ټنډولکر يو ځل بيا خپله وړتيا ښکاره کړه او د انډيا ليجينډز لوبډلې ته يې د ١٠ ويکټو په ستر توپير بريا ورپه برخه کړه.

د روډ سېفټي ورلډ سيريز پنځمه لوبه نن د بنګله دېش ليجينډز او انډيا ليجينډز لوبډلو ترمنځ په رايپور کې ترسره شوه. په پيل کې د بنګله دېش ليجينډز لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

بنګله دېش ليجينډز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ١٩.٤ اورونو کې ١٠٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې نظام الدين ٤٩، جاويد عمر او راجين صالح ١٢-١٢ منډې ترلاسه کړې.

د انډيا ليجينډز له خوا وينى کمار، پرګيان اوجا او يوراج سينګ ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١١٠ منډو هدف د انډيا ليجينډز لوبډلې په ١٠.١ اورونو کې پرته د کوم لوبغاړي پوره کړ او د ١٠ ويکټو په ستر توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.

د دوى له خوا وريندر سهواګ په ٣٥ توپونو ٨٠ ناسوځېدلې او سچن ټنډولکر په ٢٦ توپونو ٣٣ ناسوځېدلې منډې وکړې. دواړو ثابته کړه چې اوس هم کرکټ په ښه ډول ترسره کولاى شي.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه وريندر سهواګ ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې د لوبو دا لړۍ د عامه پوهاوي په توګه پيل شوي دي، چې د ټولو هېوادونو پخواني لوبغاړي پکې راغونډ شوي دي.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …