کورپاڼه / اسلام / هغه وخت کله چې یو ځوان له رسول الله صلی الله څخه د اجازې غوښتنه وکړه

هغه وخت کله چې یو ځوان له رسول الله صلی الله څخه د اجازې غوښتنه وکړه

حضرت ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی، چې یو ځوان د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او و یې ویل، یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته د زنا کولو اجازه راکړه.

صحابه کرامو د ځوان دې خبرې متوجې کړل، ورته غوسه شول او شاته کولو یې، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه هغه ځوان ته وویل چې زما څنګ ته راشه، ځوان نبي کریم صلی الله علیه وسلم ترڅنګ کېناست، بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورڅخه وپوښتل، چې آیا ته د خپلې مور په حق بدکاري خوښوې؟

ځوان وویل په الله قسم چې هیڅکله هم نه، زه له تا قربان، نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې خلک هم دغسې کار د خپلې مور لپاره نه خوښوي، بیا یې وپوښتل چې د خور په حق کې بدکاري خوښوي، ځوان وویل په الله قسم چې هیڅکله هم نه، زه له تا قربان، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې خلک هم د خپلې خور لپاره بدکاري نه خوښوي.

بیا یې پوښتل چې آیا ته د خپلې ترور په حق کې بدکاري خوښوې؟ هغه وویل په الله قسم چې هیڅکله هم نه، زه له تا قربان، نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چې خلک هم د خپلې ترور لپاره بدکاري نه خوښوي.

بیا یې پوښتنه وکړه چې ته د خپلې خاله په حق کې بدکاري خوښوې؟ځوان وویل په الله قسم چې هیڅکله هم نه، زه له تا قربان، رسول الله وفرمایل چې خلک هم د خپلې خاله لپاره بدکاري نه خوښوي.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لاس مبارک د هغه پر بدن کېښود او دعا یې وکړه، چې یا الله دده ګناه وبخښه، زړه یې پاک کړه، د شرمګاه ساتنه یې وکړه، رواي وایي چې له دې وروسته هغه ځوان د هیچا په لور هم ونه کتل.

دا هم ولولئ

هغه لومړني درې کسان چې دوزخ ته به ځي، څوک دي؟

د محشر په ورځ به الله تعالى له حساب وروسته خلکو ته د هغوى اعمالنامه …