که چېرته د هوایي الوتکو ترمنځ ټکر یا کومه بله پېښه رامنځته شي، نو لږ تر لږه یې سوې برخه خو یو ځای نه یو ځای موندل کېږي، خو تر اوسه پورې ځینې الوتکې د الوتنې پرمهال په داسې ډول ورکې شوي، چې له کلونو وروسته یې بیاهم په اړه څه معلومات نشته او په آسمان کې چېرته ورکې شوي.
د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې په دې الوتکو کې یوه د مالیزیا د هوایي ځواک د MH370 ، 19 الوتنه وه چې په ۲۰۱۴ کال له کوالالمپور څخه بیجنګ ته کېده او په لار کې ورکه شوه، ددې الوتکې په ویل کېږي چې د هند په سمندر کې ولېدلې، خو لا تر اوسه یې په اړه کره معلومات نشته.
په ۱۹۱۸ کال د امریکا سمندري بېړۍ ایس ایس سایکلوپیس چې ۳۰۶ کارکوونکې ور پکې ول، د برمودا په مثلث کې ورکه شوه، چې تر اوسه پورې هیڅ درک نشته.
په ۱۹۴۵ کال د امریکا د فوځ ځینې بمبار کوونکې الوتکې په ناڅاپي ډول په اتلانتیک سمندر کې د برمودا مثلث ته نږدې ورکې شوې، چې بیا د لټون لپاره بله الوتکه ولېږله، چې هغه هم پسې ورکه شوه.
په دې الوتکو کې ټول ۲۷ کسان تللي ول، چې مشري چارلس ټیلر کوله، چې لوری یې غلط او تېل یې ختم کړل او په سمندر کې ولوېده، خو هیڅ پاتې شوني یې تر اوسه نه دي ترلاسه شوي او ویل کېږي چې د برمودا په مثلث کې ډوبې شوي.
په ۱۹۶۲ کال د ویتنام د جګړې پرمهال د امریکا د فوځي ځواک الوتکه د میرینا حندق ته ته نږدې ورکه شوه او د ۱۰۷ کسانو په ګډون یې هیڅ درک ونه لګېدو، ویل کېږي چې ددې الوتکې د لټون لپاره ۱۳۰۰ کسان، ۴۸ هوایي الوتکې او ۸ سمندري بېړۍ په کار واچول شوې او د سمندر ساحه یې تر ۱۴۴۰۰۰ کیلومیتره مربع پورې وکتله خو هیڅ څه په لاس ورنغلل.