کورپاڼه / ليکنې / له منډې وهلو دمخه باید څه وکړو او کومې لارې په نظر کې ونیسو؟

له منډې وهلو دمخه باید څه وکړو او کومې لارې په نظر کې ونیسو؟

د سهار پرمهال منډه وهنه د انسان پر روغتیا مثبتې اغېزې پرېباسي، په تېزۍ سره تګ یا قدم وهنه یاهم د منډې وهلو د پایلو د لاسته راوړلو لپاره اړینه ده چې په یو ساعت کې له ۴.۵ کیلو میترو څخه تر شپږو کیلو میترو پورې فاصله ووهو ترڅو غوښتونکې ګټې یې لاسته راوړو.

دغه راز که چېرته یو شخص په لوبو کې برخه اخلي نو اړینه ده چې برخه اخیستونکی شخص دومره پیاوړی او قوي وي چې له منډې وهلو وروسته کمزوری نه شي یاهم لړزه پرې را نه شي او د زړه درزا یې هم له اړتیا ډېره تېزه نه وي.

ډېری کسان داسې هم شته چې دومره کمزوري وي چې د منډې وهلو ورته وویل نو پښې په لړزېدو شي یاهم که چېرته یو څوک په فوځ کې داخلېږي هلته بیا د منډو وهلو په صورت له ستونزو سره مخ کېږي.

په دې ځینې استادان او ورزش کاران لارښوونې لري، ترڅو د منډې وهلو پرمهال یې باید په نظر کې ونیسو او غوښتونکې ګټې یې په اسانۍ لاسته راوړو.

ورزش کاران وایي، چې منډه وهنه آسانه کار نه دی، ددې لپاره باید مخکې له مخکې تیاری ونېول شي، یعنې په ورځني ډول منډه ووهل شي، جیم ته باید لاړ شئ او ښه او مناسب خواړه استعمال کړئ، خو له مقابلې دمخه خوراک، څښاک کول زیانمن تمامېږي، نو له منډې وهلو درې څلور ساعته دمخه خواړه وخورئ او بیا په منډه وهنه کې برخه واخلئ.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …