کورپاڼه / جالب / د سرو زرو په چړې سره د ویښتانو د لېرې کولو یا کمولو شوق ډېر شوی

د سرو زرو په چړې سره د ویښتانو د لېرې کولو یا کمولو شوق ډېر شوی

د هند د مهاشترا ایالت د پوني په ښار کې د سرو زرو په چړې سره د ویښتانو د کمولو یا لېرې کولو شوق وده کړې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د پوني د ښار یو حجام یا ډم یاهم ویښته کموونکې د کرنتین څخه وروسته د خپل کاروبار د ښه والي لپاره ځانګړې لار غوره کړې.

ویل کېږي چې د پوني د ښار حجام یا ډم د خلکو د اغېزمنولو لپاره د سرو زرو د چړې استعمال پیل کړی، چې له دې کار څخه وروسته یې په دوکان یو څه بیروبار هم ډېر شوی.

د آرایشګاه څښتن اوینش بورنډیا په څلور لکه هندي کلدارو دغه چاړه اخیستې، چې ویښتانو او د ږیرې په کلولو کې ورڅخه ګټه اخلي او په بدل کې یې سل هندي کلدارې اخلي.

ویل کېږي چې دغه ارایشګاه د ګوپي چند په دې وروستیو کې جوړه کړې، حجام وایي چې ویښته کموونکې کسان په دې ډول ځان له نورو ځانګړی ګڼي، نو ځکه خو یې شوق ورځ په ورځ ډېرېږي او شمېر یې زیاتېږي.

حجام زیاتوي، چې له دې اسانتیا عام کسان هم ګټه پورته کولی شي، دی وایي چې سل روپۍ به دومره ډېرې نه وي او د لږو پیسو په اخیستلو سره ټول خلک ورڅخه ګټه اخیستلی شي.

دا هم ولولئ

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې ترڅو پخپلو منځو …