کورپاڼه / خبرونه / حميد حسن: د افغانستان لپاره يو نيم کال نور هم لوبې کول غواړم
حميد حسن

حميد حسن: د افغانستان لپاره يو نيم کال نور هم لوبې کول غواړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې افسانوي لوبغاړى او چټک توپ اچونکى حميد حسن وايي، چې غواړي د راتلونکي کال يا يو نيم کال لپاره نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي.

حميد حسن چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړنى مشهور لوبغاړى دى، چې په ټوله نړۍ کې يې ډېر شهرت پېدا کړ، همدا راز هغه يو له هغه لوبغاړو څخه و، چې نړيوالو توپوهونکو به يې له توپ اچونې څخه ډار درلود.

حميد حسن چې په خپل کرکټ کې ډېر ځل ټپي شوى دى او د ټپونو له امله يې ډېر کرکټ ونه کړاى شو، د ٢٠١٩ کال نړيوال جام پر مهال يې له نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه استعفا ورکړه.

نوموړي تراوسه پورې له نړيوالو شل اوريزو لوبو څخه استعفا نه ده ورکړې او اوس تازه په يوه خپرونه کې يې ويلي دي، چې غواړي د افغانستان لپاره يو کال يا يو نيم کال نورې لوبې هم ترسره کړي.

د يادولو وړ ده چې حميد حسن څه وخت مخکې هم په يوه مرکه کې دا ويلي و، چې غواړي د افغانستان لپاره په نړيوال شل اوريز جام کې ګډون وکړي او د هغې لپاره په چمتووالي بوخت دى، خو په ٢٠٢٠ کال کې نړيوال شل اوريز جام د کورونا له امله ترسره نه شو.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …