کورپاڼه / هنر او کلتور / د کترینا کیف له وړاندیز څخه د هغې مینوالو ښه ګټه پورته کړه

د کترینا کیف له وړاندیز څخه د هغې مینوالو ښه ګټه پورته کړه

د کترینا کیف له وړاندیز څخه د هغې مینوالو ښه ګټه پورته کړه او په همدې وجه یې د نوموړې د ژوند په اړه سمدستي هغه معلومات ترلاسه کړ، چې له دې وړاندې پرې نه پوهېدل.

د بالیووډ مشهورې او ښکلې اداکارې پر انستاګرام له خپلو مینوالو غوښتنه وکړه، چې هره پوښتنه یې چې زړه وغواړي و یې کړئ، چې بیا ورته د پوښتنو یو سیلاب جوړ شو.

یو شخص له کترینا کیف وپوښتل چې ماشومتوب دې څه ډول و، عکس یې خپور کړه، چې کترینا هم سمدستي خپور کړ.

یو بل شخص ورته وویل چې آخري ځل چېرته لېدل شوې وې؟ کترینا یې ورته په ځواب له ایشان کتر سره د لوبې ویډیو خپره کړه.

له کترینا څخه دا هم وپوښتل شول، چې د رخصتیو د تېرولو لپاره یې د خوښ وړ ځای کوم دی، چې کترینا یې ورته پخپل عکس لیکلي، چېرته چې لمر او سمندر وي.

یو بل کس له کترینا کیف څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلو مینوالو لپاره دې یو داسې عکس خپور کړي چې له دې وړاندې یې نه وي خپور کړی، چې کترینا د آیینې سیلفي عکس خپور کړ.

دغه راز یو شخص بیا غوښتنه وکړه چې د ورزش کولو ویډیو دې خپره کړي، چې بیا نوموړې ویډیو هم خپره کړه.

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …