د هند او انګلستان ترمنځ په څلورمه ټېسټ لوبه کې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠٥ منډې کړې وې، چې په ځواب کې يې هند ٣٦٥ منډې وکړې.
د هند په لومړۍ پاڼۍ کې شوبمن ګيل په لومړي اور کې، ورپسې چيتيشور پجارا او همدا راز ويراټ کوهلي هم په صفر وسوځېدل، خو وروسته ريشب پانټ، روهيت شرما او واشينګټن سندر ښه توپوهنه ترسره کړه.
هند د لوبې په دريمه ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٣٦٥ منډې وکړې، چې ريشب پانټ ١٠١، واشينګټن سندر ٩٦ ناسوځېدلې، روهيت شرما ٤٩ او اکشر پټيل ٤٣ منډې وکړې.
د انګلستان له خوا بين سټوکس ٤، جېمس انډرسون ٣ او جېک ليچ ٢ لوبغاړي وسوځول.
هند د ٣٦٥ منډو په کولو سره د انګلستان نه ١٦٠ منډې مخکېوالى ترلاسه کړ، انګلستان به لومړى ١٦٠ منډې پوره کوي او له هغه وروسته به هند ته هدف ټاکي.
که چېرته هند په دې ټېسټ لوبه کې بريا خپله کړه، نو د اى سي سي د ټېسټ چيمپينشپ پايلوبې ته به لار پېدا کړي او هلته به بيا د نيوزيلېنډ سره پايلوبه کې مخ شي.