کورپاڼه / ليکنې / آیا غواړئ چې ماشومانو مو ډارن او بې زړه وي؟

آیا غواړئ چې ماشومانو مو ډارن او بې زړه وي؟

د ماشومانو رواني روغتیا ته په پام کول سره د هغوی د شخصیت جوړونې لپاره یې په نفسیاتو یاهم احساساتو پوهېدل او جوړونه یې ډېره اړینه وي، چې چاپیریال ور پکې بنسټیز رول لري.

د یو هیواد یا قوم دود، دستور، رواج او کلتور هم د ماشومانو د احساساتو او نفسیاتو په جوړونه کې مهم رول لوبوي او که چېرته زموږ د ټولنې ماشومان له لویدیځو ماشومانو سره پرتله کړو، نو څرګند توپیر به احساس کړو، له بدبخته زموږ په ټولنه کې د ماشومانو رواني روغتیا ته پام نه کېږي او په هغه ډول یې د احساساتو درناوی نه کېږي، چې په شخصیت کې یې د ځان باورۍ صفت هم له منځه ځي.

ارواپوهان وایي، چې زموږ په ټولنه کې له ماشومتوب څخه وېره اچول کېږي، چې دغه وېره بېلابېل صورتونه لري، په عام ډول کله چې د شپې ماشومان نه وېده کېږي، نو هڅه کوو چې په یو حیوان یا خیالي ځناور په سبب یې وډار کړو ترڅو وېده شي، د مثال په توګه: ویده شه ګنې سپی درپسې راځي.

ددې سربېره ترټولو ډېره وېره او ډار له تیارې څخه وي، چې بیا د ماشومانو په زړونو کې د خالي کوټو او ویرانو ځایونو وېره اچوي، چې د عمر په ډېرېدو هم ترې ځان نه شي ژغورلی او په دې مو ماشومان ډارن عادت کېږي.

په لویدیځو هیوادونو کې ماشومان له څو کلونو وروسته په ځانته کوټه کې وېده کوي او په دې ډول په ځان باور پیدا کېږي او په راتلوونکې ژوند کې هم له ډېرو یواځې حالتونو سره د مقابلې وړتیا پیدا کوي.

ارواپوهان وایي چې له وېده کېدو دمخه کیسې اورول، ښې خبرې کول او ماشوم په غېږ کې نېول ډېر اړین وي او په دې ډول یې په زړه کې د مینې احساسات پیدا کېږي، نو والدینو ته پکاره ده چې ماشومان د وېرې او ډار پرځای د ځان باورۍ او د بریا حس ورکړي.

دا هم ولولئ

درې هغه عامې تېروتنې چې په روژه کې یې ترسره کوو

د خوراک او څښاک په توکو کې اسراف کول: له اړتیا څخه ډېر شیان اخیستل …