کورپاڼه / جالب / پاکستان کې یو ځوان د واده د ژمنې په نه پوره کېدو بیا د بریښنا پایې ته ختلی

پاکستان کې یو ځوان د واده د ژمنې په نه پوره کېدو بیا د بریښنا پایې ته ختلی

هغه شخص چې د دویم واده غوښتونکی و، د ژمنې په نه پوره کېدو د دویم ځل لپاره د بریښنا پایې ته ختلی دی.

د ای ار وای د نیوز د راپور له مخې ویل کېږي، چې د پاکستان د سند د ایالت د پنو عاقل د سیمې اوسیدونکی حنیف دستي د واده نه ترسره کېدو په سبب یو ځل بیا د بریښنا پایې ته ختلی، چې خلک یې د راښکته کولو هڅې کوي.

د حنیف خپل خپلون د هغه د راښکته کولو لپاره ورته زارۍ کوي، خپلوان یې وایي چې حنیف څلور میاشتې دمخه د بریښنا پایې ته ختلی و، چې بیا پولیسو راښکته او ونېو، چې بیا یې کورنۍ ورسره د واده ژمنه وکړه، خو اوسمهال د ژمنې په نه ترسره کېدو بیا د بریښنا پایې ته ختلي دی.

یاده دې وي چې حنیف د تېر کال په نومبر کې د بریښنا پایې ته ختلی و او ویلي یې ول چې ورور یې ورته واده نه کوي. راپور زیاتوي چې حنیف لومړنۍ میرمنې ته طلاق ورکړی او اوسمهال غواړي چې دویم واده وکړي او د دریو اولادونه پلار شي.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …