سريلانکا په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبې کې د ښې توپوهنې او ښې توپ اچونې څرګندونه وکړه او له ويسټ انډيز څخه يې د لومړۍ لوبې بدل واخيست.
د سريلانکا او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه نن ترسره شوه، د لوبې په پيل کې سريلانکا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
سريلانکا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې دنوشکا ګونتاليکا ٥٦، پاتوم نسانکا ٣٧ او اشين بندارا ٢١ منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له خوا ډواين براوو ٢، اوبيد مک کاى او جېسن هولډر ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٦١ منډو هدف په تعقيب د ويسټ انډيز ټوله لوبډله په ١٨.٤ اورونو کې وسوځېده چې ١١٧ منډې يې وکړې او د ٤٣ منډو په توپير يې له سريلانکا څخه ماتې وخوړه.
د دوى له خوا اوبيد مک کاى ٢٣، لينډل سيمونس ٢١، کريس ګيل ١٦ او کيرون پولارډ ١٣ منډې وکړې.
د سريلانکا له خوا ډي سلوا او لکشن سنداکان ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٣-٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز دشمانتا چميرا ٢، اکيلا دنانجايا او دنوشکا ګونتاليکا ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډي سلوا ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې لومړۍ لوبه ويسټ انډيز او دويمه سريلانکا وګټله، د لوبلړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه به د مارچ په ٨مه نېټه ترسره شي.