کورپاڼه / روغتيا / د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو دغه کارونه په ارادي ډول سره نه کوو، بلکې په نا ارادي ډول راڅخه کېږي، چې له دې ډول کارونو څخه یو هم په پوزه کې ګوتې وهل دي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې دغه ډول کړنه مو په ناروغیو اخته کولی شي، ځکه چې د پوزې د زخمي کېدو او د لاسونو څخه میکروبونه پوزې ته داخلوي، چې بیا د تنفسي ناروغیو او میکروبونو څخه نېولې د پوزې د پردو د سوري کېدو خطر ډېروي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د پوزې دننه پوستکی ډېر نازک وي او زخمي کېږي، چې بیا وینې کېږي هم او کله چې لاس ور وړو نو میکروبونه ور داخلېږي او د زخم د خطرناکو کېدو تز څنګ تنفسي ناروغۍ هم رامنځته کوي، په ځانګړي توګه ماشومان ډېری وخت د دا ډول ستونزو ښکار وي ځکه چې دوی په پوزه کې د ګوتې وهلو د شدت احساس نه کوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …