کورپاڼه / جالب / پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که څه هم له یوې خوا د پنځم واده لپاره د ولیمې مراسم ترسره کېدل، بله په همدې مراسم کې زوم خپل دوه لورګانې هم رخصت کړې.

راپورونه وایي، چې د واده په تالار کې خپلې نوې ناوې ته د خپلو نهه دیرشو لمسیو سره ښه راغلاست ویوونکې چودري شوکت منیر که له یوې خوا له خوشحالۍ په جامو کې نه ځاییدو، نو بله خوا یې خپلې کشرۍ لورګانې هم رخصت کړې او خلکو ورته مبارکیانې ورکولې.

د پنځه پنځوس کلونو په عمر پنځه واده کوونکي شوکت منیر د لسو لورګانو او یو زوی پلار دی، چې د اته لورګانو او یو زوی څخه نهه دیرش لمسیان او یو کړوسی هم دی او د څلورم میرمنې له مړینې وروسته یې لورګانو غوښتل چې خپل پلار ته واده وکړي.

د پنځو ودونو له کولو وروسته شوکت منیر ولیمې ته راغلو میلمنو د پلار له واده وروسته یې د لورګانو د رخصتۍ په وخت کې ورته نیکې هیلې څرګندې کړي.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …