تر اوسه پورې به مو د الوتکو بېلابېل ډولونه لېدلي وي، چې ځینې یې غټې، ځینې وړې وي، ځینې الوتکې د مسافر او ځینې بیا بار وړلو ته جوړې شوي وي، دغه راز د غږ له پلوه هم سره توپیر لري او ګړندیتوب یې هم د یادولو وړ دی، چې نن ورځ یو داسې ګړندۍ الوتکې په اړه خبرې کوو چې د نړۍ ترټولو ګړندۍ الوتکه ده.
ویل کېږي چې امریکایي شرکت سوپر سونک د سپاییک S512 الوتکې تصویرونه خپاره کړل، چې ډېرې زیاتې اسانتیاوې ور پکې لیدل کېږي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې امریکایي شرکت د سوپر سونک الوتکې سپاییک S512 کې اتلس پراخه او آرامه سیټونه یا چوکۍ لري، چې په تخت او د کانفرانس لپاره په ځای بدلېدلی شي.
دغه راز د الوتکې د کړکیو پرځای به لوی لوی سکرینونه ولګول شي او په ساعت کې به له دیارلس سوو څخه تر پنځه زره څلور سوه کیلو میتره په ساعت کې ګړندۍ مزل کوي یاهم له لندن څخه تر نیویارک پورې فاصله به په یوازې نوي دقیقو کې ووهي او قیمت به یې ۱۰۰ میلونه امریکایي ډالره وي.