کورپاڼه / هنر او کلتور / میکا سنګ: تر هغې چې سلمان خان واده نه وي کړی؛ زه هم واده نه کوم

میکا سنګ: تر هغې چې سلمان خان واده نه وي کړی؛ زه هم واده نه کوم

د بالیووډ د سلطان سلمان خان د واده په اړه وخت ناوخت رسنیو بېلابېل راپورونه خپروي او د انټروۍ پرمهال ورځنې پوښتنې هم کوي، خو لا تر اوسه پورې په کره ډول نه ده واضحه شوې چې نوموړی ولې واده نه کوي، خو اوسمهال د هندوستان مشهور سندرغاړي ویلي دي، تر هغې چې سلمان خان واده نه وي کړی، نوموړی هم واده نه کوي.

د یوې شو پرمهال سندرغاړی میکا سنګ ویلي دي، چې د واده لپاره د یوې ښې انجلۍ په لټه کې دی، خو واده به یوازې په یو شرط کوي او هغه دا چې لومړی به سلمان خان واده کوي.

میکا سنګ ویلي، چې د بالیووډ په فلمي صنعت کې له سلمان خان څخه وروستی هغه یواځینی مجرد دی چې واده ته یې ټول په تمه دي، خو تر هغې پورې چې سلمان خان واده نه وي کړی؛ دی هم واده نه کوي او کله چې سلمان خان واده وکړ، دی به هم واده وکړي او تر هغې پورې به د مجردۍ له ژوند څخه خوند اخلي.

دا هم ولولئ

عامر خان او رنبیر کپور په ګډه د فلم جوړولو هوکړه کړې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنست عامر خان او رنبیر کپور د لومړي ځل لپاره په ګډه …