کورپاڼه / خبرونه / د انګلستان شرموونکې ماتې او هند پايلوبې ته لار پېدا کړه
د هند لوبډله

د انګلستان شرموونکې ماتې او هند پايلوبې ته لار پېدا کړه

هند په څلورمه ټېسټ لوبه کې د انګلستان لوبډلې ته ستره او شرموونکې ماتې ورکړه او په لوبه کې يې د يوې پاڼۍ او ٢٥ منډو په توپير بريا خپله کړه.

دا لوبه چې په احمد اباد کې ترسره شوه، انګلستان پکې پچه ګټلې او لومړى يې توپوهنه غوره کړې وه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠٥ منډې وکړې، چې بين سټوکس پکې زياتې ٥٥ منډې ترلاسه کړې او اکشر پټيل بيا ٤ لوبغاړي وسوځول.

هند بيا په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٦٥ منډې وکړې، چې ريشب پانټ ١٠١ او واشينګټن سندر ٩٦ ناسوځېدلې منډې وکړې، د انګلستان له خوا بين سټوکس ٤ ويکټې ترلاسه کړې.

انګلستان په دويمه پاڼۍ کې ١٣٥ منډې وکړې او د هند د لومړۍ پاڼۍ منډې يې پوره نه کړاى شوې، چې ستره ماتې يې وخوړه. په دويمه پاڼۍ کې ډان لاورينس تر ټولو زياتې ٥٠ منډې وکړې.

د هند له خوا اکشر پټيل او روي چندرن اشوين ٥-٥ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ريشب پانټ ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه روي چندرن اشوين ته ورکړل شوه.

د څلور ټېسټ لوبو لړۍ کې هند په ٣-١ سره بريا خپله کړه او د اى سي سي ټېسټ چيمپينشپ پايلوبې ته يې لار پېدا کړه، چې د نيوزيلېنډ لوبډلې سره به پايلوبه کې مخ شي.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ …