کورپاڼه / خبرونه / هند د اى سي سي درجه بندۍ کې لومړى مقام خپل کړ
د هند لوبډله ١

هند د اى سي سي درجه بندۍ کې لومړى مقام خپل کړ

هند يو ځل بيا د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې نيوزيلېنډ شاته کړ او لومړى مقام يې خپل کړ، چې انګلستان ته تر ماتې ورکولو وروسته يې دا پرمختګ ترلاسه کړ.

تر دې مخکې نيوزيلېنډ په ټېسټ درجه بندۍ کې لومړۍ مقام لرونکې لوبډله وه او هند په دويم مقام کې قرار درلود، چې اوس هند په لومړي مقام او نيوزيلېنډ په دويم مقام کې قرار لري.

هند او انګلستان د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړه، چې هند د ٣-١ سره دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه او له دې سره يې د اى سي سي ټېسټ چيمپينشپ پايلوبې ته هم لار پېدا کړه، چې له نيوزيلېنډ سره به مخ شي.


هند د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې ١٢٢ او نيوزيلېنډ بيا ١١٨ نومرې لري، تر دوى وروسته بيا د اسټراليا لوبډله په دريم مقام کې ده چې ١١٣ نومرې لري.

همدا راز انګلستان په څلورم، پاکستان په پنځم، سويلي افريقا په شپږم، سريلانکا په اووم، ويسټ انډيز په اتم، افغانستان په نهم او بنګله دېش په ١٠م مقام کې ده.

افغانستان ٥٧ نومرې لري او بنګله دېش بيا ٥١ نومرې لري.

دا هم ولولئ

قېس احمد او سام بیلینګس

سام بیلینګس د کال د غوره لوبغاړي په توګه قېس احمد انتخاب کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي او ویکټ ساتونکي سام بیلینګس د کال د غوره …