کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اى پي ايل ٢٠٢١ د پيلېدو نېټه اعلان شوه
اى پي ايل ټرافي

د اى پي ايل ٢٠٢١ د پيلېدو نېټه اعلان شوه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ١٤م پړاو چې سږکال ترسره کېږي، د پيل او پاى نېټې يې اعلان شوې، چې د اپريل په ٩مه نېټه به پيل شي او په شپږ ښارونو کې به ترسره شي.

دا ځلې د اى پي ايل سيالۍ د کورونا په دې حالاتو کې په هند کې ترسره کېږي، تېر کال د کورونا له امله د اى پي ايل سيالۍ ځنډېدلې وې چې وروسته په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د هند په شپږ ښارونو، احمد اباد، چيناى، بينګلور، نوي ډيلي، کلکته او ممبۍ کې به دا سيالۍ ترسره شي، ٦٠ لوبې دي او ٥٢ ورځې به ترسره کېږي، چې د کورونا د مخنيوي په پار به ورته پوره تدابير ونيول شي.

د هند کرکټ بورډ يو تن رسنيو ته ويلي دي، چې په احمد اباد او چيناى کې به لوبغالو کې پنځوس سلنه تماشچيان پرېښودل شي، خو د نورو لوبغالو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د اى پي ايل ٢٠٢١ سيالۍ چې د اپريل په ٩مه نېټه پيل شي، د مۍ تر ٣٠مې نېټې پورې به دوام وکړي. په دې سياليو کې درې افغان لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم لوبېږي، چې درې واړه د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …