کورپاڼه / خبرونه / حميد حسن انګلستان لوبډلې ته د ورتګ وړانديز ولې ونه مانه؟
حميد حسن ١

حميد حسن انګلستان لوبډلې ته د ورتګ وړانديز ولې ونه مانه؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى حميد حسن وايي، چې په ٢٠٠٦ کال کې ورته دا وړانديز شوى و، چې د انګلستان لوبډلې لپاره ځان چمتو او په دغه لوبډله کې ولوبېږي.

حميد حسن د يو خصوصي ټلويزيون په يوه خپرونه کې مېلمه و، چې د خپل ژوند د ډېرو خبرو تر څنګ يې د ٢٠٠٦ کال دا کيسه هم له مينه والو سره شريکه کړه.

نوموړي وويل، چې په ٢٠٠٦ کال کې دوى انګلستان ته تللي و او هلته يې د کاونټي لوبډلو سره لوبې کولې، بيا د MCC مشر وړانديز وکړ، چې ته همدلته پاتې شه او کرکټ وکړه.

حميد حسن وايي، هغه راته وويل، چې دلته به درته د پوهنتون بندوبست هم وکړو، د تمريناتو بندوبست به هم درته وکړو او که پاسپورټ غواړې، نو دلته واده وکړه پاسپورټ به هم درکړو.

نوموړى زياتوي، چې هغوى راته وويل، دلته به درباندې کار وکړو او په راتلونکې کې به د انګلستان ملي لوبډلې لپاره ولوبېږي. هغه وايي، دا زما لپاره يو ستر چانس و.

حميد حسن وايي، ما ترې وخت وغوښته او بيا مې د پلار سره دا خبره شريکه کړه، هغه وخت کې د افغانستان کرکټ بېخي چا نه پېژنده، خو پلار مې راته اجازه رانکړه، نو له دې امله مې پرېښوده.

د يادولو وړ ده چې حميد حسن په دې خپرونه کې دا هم وويل، چې د هغه د ټپونو په وخت درملنه ونه شوه او هغه له دې امله ونه شول کولاى، چې ډېر کرکټ وکړي.

نوموړي چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه يې په ٢٠١٩ کال کې استعفا ورکړې ده، وايي چې غواړي راتلونکى يو کال يا يو نيم کال نور هم د افغانستان لپاره په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ولوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …