کورپاڼه / خبرونه / کريم صادق: تمرينات مې پيل کړي دي او بېرته کرکټ ته راستنېږم
کريم صادق

کريم صادق: تمرينات مې پيل کړي دي او بېرته کرکټ ته راستنېږم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز لوبغاړى کريم صادق وايي، چې تمرينات يې پيل کړي دي او يو ځل بيا کرکټ ته بېرته راستنېږي.

نوموړي چې څه وخت وړاندې له بي بي سي پښتو سره مرکه کړې وه، په خپله مرکه کې يې ويلي و، چې نور له کرکټ څخه استعفا ورکوي او غواړي چې خپل ځاى ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.

خو اوس نوموړي وويل، چې له دې امله يې استعفا ورکوله، چې کرکټ بورډ به ورته يوه ښه وظيفه ورکړي او هغه به په تخنيکي برخه کې کار وکړي، خو هغه وايي چې کرکټ بورډ ورسره هېڅ اړيکه ونه نيوله.

نوموړي چې د وطن ټلويزيون سره يې په فېسبوک کې مرکه کوله، وې ويل چې يو ځل بيا مې تمرين پيل کړى دى او په ٣ مياشتو کې به خپل ځان چمتو کړي او د پخوا په څېر په استعداد به لوبې وکړي.

کريم صادق په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې په کرکټ کې د جنجالونو له راتګ وروسته يې له کرکټ سره شوق ختم شو او بې پروا لوبه به يې کوله، خو اوس ټولو ته چېلنج ورکوي، چې د ٢٠١٤ کال نه مخکې چې به يې کومه لوبه کوله، اوس به هغه لوبه بيا کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …