کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په ټويټر کې د ټويټ د ايډيټ کولو برخه زياتېږي؟
ټويټر

په ټويټر کې د ټويټ د ايډيټ کولو برخه زياتېږي؟

د ټولنيزو رسنيو مشهوره وېبپاڼه ټويټر يو داسې ځاى دى، چې ډېر مشهور کاروباريان، سياستوال، هنرمندان او نور خلک يې کاروي او د خپلو مينه والو سره پکې په اړيکه کې وي.

که د ټويټر کاروونکي يو څه ټويټ کړي او کومه تېروتنه پکې وي، نو هغوى د دې تېروتنې د سمولو لپاره هېڅ اپشن نه لري، ځکه ټويټر هېڅ داسې اپشن نه لري، نو مجبور وي چې ټويټ بېرته ډيليټ کړي.

خو اوس د ټويټر کاروونکو د بيا بيا غوښتنې نه وروسته ټويټر د ټويټ لپاره د (ان ډو) اپشن زيات کړى دى، يعنې د دې په مرسته به تاسې وکولاى شئ چې ټويټ ايډيټ کړئ.

دا فيچر د ټويټر کاروونکو ته د پنځه ثانيو لپاره وخت ورکوي، که چېرته يو څوک وغواړي چې په پنځه ثانيو کې په خپل ټويټ کې کوم بدلون راولي، نو دوى پکې ايډيټ کولاى شي.

خو ټويټر به کله دا اپشن د ټويټر ټولو کاروونکو ته وړاندې کړي، په دې اړه تراوسه پورې کوم رسمي اعلان نه دى شوى، خو په ازمايښتي ډول د دې اپشن کارول پيل شوي دي.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …