کورپاڼه / جالب / یوې سویې په یو وخت څلرویشت (۲۴) بچي زېږولي او ریکارډ یې جوړ کړی

یوې سویې په یو وخت څلرویشت (۲۴) بچي زېږولي او ریکارډ یې جوړ کړی

د امریکا په شمالي کیرولاینا ایالت کې یوې اهلي سویې د مارچ په پنځمه نیټه څلرویشت بچي زېږولي او د ډېرو بچیانو په زېږولو یې نړیوال ریکارډ جوړ کړی.

د سویې ساتونکی رابنز وایي، ددې لپاره چې سویه له فشار څخه وژغورل شي، ځینو بچیو ته یې پخپل لاس شېدې ورکوي.

راځئ چې د سویې په اړه ځینې نور معلومات هم دلته ولولو:

  • سویه د یوه پټ کوډ په استعمالولو سره خبرې اترې کوي، یعنې سویې بدني حرکتونو ددې لپاره کوي، چې د خپلو احساساتو اظهار وکړي او یاهم پیغام ورکوي.

  • سویه خپل غوږونه تر ۱۸۰ درجو پورې تاوولی شي.

  • سویه کولی شي چې د آواز دقیق ځای معلوم یا په نښه کړي.

  • د سویې په خوراکي توکو کې باید نوي سلنه واښه وي او خوراک یې تلپاتې لاسرسی یې غاښونه له درېدلو ساتي.

  • څېړنې وایي که چېرته د یو ځوانۍ سویې لپاره برابر ځای نه وي، د هډوکو د ماتېدو امکان یې ډېر وي، ځکه چې سویه د خپل بدن د برابر ساتلو لپاره سم فرصت نه مومي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …