کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / نړۍ د شګو له کمښت سره مخ کېږي خو ولې؟

نړۍ د شګو له کمښت سره مخ کېږي خو ولې؟

په نړۍ کې د شګو او نورو شیانو د کمښت په اړه به مو وړاندوینې اورېدلي وي، خو اوسمهال په نړۍ کې د شګو د کمښت په اړه وړاندوینه شوې، چې په سبب یې د کورونا واکسینو ته د ښیښو په تیارولو کې ستونزې رامنځته کېدلی شي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې شګې د کانکریټو او ښېښو په تیارولو کې استعمالېږي، خو کمښت یې د کانکریټو او د ښېښو صنعت له بحران سره مخ کولی شي.

راپورونه وایي چې اوسمهال په امریکا کې د شګو یوازې زر کانونه شتون لري، چې نه شي کولی چې په کلني ډول د پنځوس میلیاردو مصرف پوره کړي، له ۲۰۱۵ څخه په نړیواله سطحه ښېښي پیالې له کمښت سره مخ شوي او د کورونا د واکسینو لپاره چې څومره ښېښو ته اړتیا وي، دغه ستونزه نوره هم ډېرولی شي.

کارپوهان وایي چې په راتلوونکو دوو کلونو کې به د واکسینو لپاره د بوتلونه غوښتنه له دوو میلیاردو ډېره شي او که چېرته د شګو د کمښت په سبب دغه غوښتنه پوره نه شي نو نړۍ ته به د کورونا د واکسینو په رسونه کې خنډ رامنځته شي.

کارپوهان وایي چې د نړۍ هرځای له شګو ډک دی خو زموږ دا فکر غلط دی، موږ دا فکر هم نه شو کولی چې نړۍ به د شو له کمښت سره مخ شي، خو اوسمهال د نړۍ په ځینو برخو کې د شګو کمښت رامنځته شوی او په نورو هیوادونو کې به هم د شګو کمښت واقع شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …