کورپاڼه / خبرونه / شاهين شاه اپريدي د شاهد اپريدي د لور سره کوژده وکړه
شاهين شاه اپريدى او شاهد اپريدى

شاهين شاه اپريدي د شاهد اپريدي د لور سره کوژده وکړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي شاهد اپريدي د لور سره واده کړى دى.

ځينو سرچينو ليکلي دي، چې د شاهد اپريدي دويمه لور چې انشا اپريدي نومېږي، له هغه سره د شاهين شاه اپريدي کوژده شوې ده، چې اوس شاهين او شاهد زوم او خسر شو.

په دې اړه بيا په رسمي ډول نه هم شاهين شاه اپريدي څه ويلي دي او نه هم شاهد اپريدي تراوسه پورې څه ويلي دي. خو د سرچينو په وېنا، چې هغوى ته د شاهين شاه اپريدي نږدې کسانو خبر ورکړى دى.

د يادولو وړ ده چې شاهد اپريدى پنځه لوڼه لري، چې تراوسه پورې يوه هم نه ده واده شوې او مشرۍ لور يې بيا پيغلوټې ده. تېره ورځ شاهد اپريدي د خپلو لوڼو سره اخيستل شوي ځينې عکسونه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي و.

شاهين شاه اپريدى اوسمهال د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې يو له ځوانو او مخکښو توپ اچونکو څخه دى، چې په هره بڼه کې ښه توپ اچونه ترسره کوي.

دا هم ولولئ

قېس احمد او سام بیلینګس

سام بیلینګس د کال د غوره لوبغاړي په توګه قېس احمد انتخاب کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي او ویکټ ساتونکي سام بیلینګس د کال د غوره …