د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ویرات کوهلي او اداکاره یا هنرمنده انوشکا شرما یو له بریالیو جوړو څخه ګڼل کېږي، چې په ۲۰۱۷ کال یې واده وکړ او اوسمهال د یو ماشوم والدین دي.
ګڼ شمېر خلک د ویرات کوهلي او انوشکا شرما د مینې په اړه نه پوهېږي، خو باید ووایو چې ددغې اړیکې پیل دومره ښه نه و. ویرات کوهلي د یوې انټروۍ پرمهال له خپلې میرمنې سره د لومړنۍ لېدنې په اړه خبرې کړي.
د نوموړي د وینا له مخې، د انوشکا او کوهلي لومړنۍ لېدنه د یو اعلان د ثبت پرمهال شوې وه، چې کوهلي له دې وړاندې انوشکا شرما د یوې اداکارې په توګه پېژندله او دا یې هم اورېدلي ول چې نوموړې د لوړې ونې لرونکې ده.
کوهلي وایي، چې په زړه یې کې له ځان سره ویل چې کاش! انوشکا جګ سینډل نه وي پر پښو کړي، ځکه چې د نوموړي ونه تیټه ده، خو بیا یې بخت بیدار و او انوشکا جګې سینډلې نه وې پر پښو کړې.
ویرات کوهلي سره له دې چې وېرېدلی و، د ځان د ارامولو هڅې یې وکړې او په وېره کې ورڅخه ټوکه وشوه او انوشکا ته یې وویل، چې ولې یې د جګو سینډلو د پښو کولو په اړه فکر نه دی کړی.