کورپاڼه / بېلا بېل / آیا په خړ رنګه او سپین رنګه هګیو کې توپیر وي؟

آیا په خړ رنګه او سپین رنګه هګیو کې توپیر وي؟

کله چې هم د خوراکي توکو د رنګ په اړه پوښتنه کېږي، نو د پخوانیو اصولو له مخې ځواب ورکول کېږي، چې خړ رنګه خوراکي توکي ډېر ګټور وي.

د الرجل د راپور له مخې ویل کېږي، چې خړ رنګه بوره د سپین رنګه بورې په پرتله ډېره ښه وي، خړ رنګه ډوډۍ له سپین رنګه ډوډۍ څخه غوره وي، آیا ددې مطلب دادی چې خړ رنګه هګۍ به هم له سپین رنګه هګیو څخه ګټورې وي؟ هر څوک په دې پوهېږي چې خړ رنګه هګۍ ډېری وختونه له سپین رنګو هګیو څخه لوړه بیه لري، چې په همدې سبب دا تمه کېږي چې خړ رنګه هګۍ د ډېرو غذایي توکو درلودونکې وي او یاهم خوند به یې ډېر وي.

د هګیو رنګ د چرګانو په نسل پورې اړه لري او هغه چرګان چې سره وزرونه لري خړې هګۍ اچوي او سپین چرګان بیا سپینې هګۍ اچوي، سربېره پر دې د نورو نسلونو چرګان نیلي رنګه یاهم شین رنګه هګۍ اچوي.

په قیمت کې یې ځکه توپیر وي چې سور رنګه یا خړ رنګه چرګان د سپین رنګه چرګان په پرتله لوړه بیه لري، دغه راز د دواړو ډولو هګیو غذایي توکي ډېر توپیر نه لري، خو روغتیایي کارپوهان وایي چې خړ رنګه هګۍ د هغه کسانو لپاره غوره وي چې په مناسبه توګه پروټین ترلاسه کول غواړي او د کلیسټرولو او کالورۍ موانع هم ولري.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …