کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / نوې څېړنه: د ټابلیټ او ځیرک موبایل په استعمال سره د ماشومانو په ذهن کې څه بدلون راځي؟

نوې څېړنه: د ټابلیټ او ځیرک موبایل په استعمال سره د ماشومانو په ذهن کې څه بدلون راځي؟

دا چې ټابلیټ او ځیرک موبایلونو د ماشومانو په ذهني روغتیا څومره منفي اغېزې کوي، په دې اړه ساینسپوهانو څېړنې کړي. ویل کېږي چې د هنګري ساینسپوهانو ټابلیټ او ځیرک موبایلونه د ماشومانو لپاره ګټور ګڼلی.

د میل انلاین د راپور له مخې ساینسپوهانو ویلي چې د ټابلیټ او ځیرکو موبایلونو استعمال د ماشومانو دماغ له یوې مخې بدلوي او په دې ډول په ډېر دقت سره د شیانو د لېدلو وړتیا یې ترلاسه کوي.

د یوتووس لورینډ پوهنتون ساینسپوهانو په دې څېړنه کې په سلګونه ماشومان تر څېړنو لاندې نېولي ول او یو تصویر یې ورته په دوه سایزونو یا اندازو ور وښود او معلومه کړه هغه ماشومان چې موبایلونه یې لږ استعمالول لومړی یې غټ تصویر وکوت او بیا یې په تفصیلاتو فکر کول پیل کړو او هغه ماشومان چې موبایلونه یې ډېر استعمالول په غټ تصویر یې فکر ونه کړ او له لومړیو یې د تصویر په جزیاتو فکر کول پیل کړو.

د څېړونکې ډلې مشر ویرونیکا کونوک وایي، چې زموږ له څېړنو معلومه شوه چې په ماشومانو کې د ځیرکو موبایلونو استعمال د ماشومانو دماغ د وړو شیانو د پروسیس کولو لپاره تېزوي او هغه ماشومان چې موبایلونه ډېر استعمالوي پر شیان ډېر تمرکز کوي او په دقت سره ګوري، په بله وینا ځیرک موبایل د ماشومانو د تجزیه کولو وړتیا بیداروي، خو دغه ګټه بیا د ټولنیز ژوند او د تخلیقي فکر په بدل کې ترلاسه کوي، ځکه چې د موبایل ډېر استعمال مو په یواځیتوب اخته کوي او تخلیفي فکر راڅخه اخلي.

دا هم ولولئ

یوه داسې انقلابي ډیجیټل آله جوړه شوې چې تقریباً هر شی اندازه کولی شي

هغه کسان چې د سیول انجینرۍ او نورو ډیزاینونو د اندازه کولو لپاره له مختلفو …