کورپاڼه / جالب / په انګلیستان کې یو غټ ناپېژنده سمندري حیوان موندل شوی

په انګلیستان کې یو غټ ناپېژنده سمندري حیوان موندل شوی

د انګلیستان په جنوب لویدیځه ساحه کې د سمندر په غاړه یو غټ نا پېژنده سمندري حیوان موندل شوې ده. د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه حیوان په مړ حالت کې موندل شوی، خو ساینسپوهان یې لا په پېژندنه کې پاتې راغلي دي.

راپورونه وایي چې دغه حیوان درویشت فوټه اوږدوالي لري او په مړ حالت کې موندل شوی، چې په لومړیو کې داسې ویل کېدل چې دا به نهنګ وي، خو وروسته ساینسپوهانو بیا دا خبره رد کړه او حیوان یې ناپېژنده وګاڼه، چې اوسمهال د ذکر شوي حیوان څخه نمونې اخیستل شوي او د پېژندلو هڅې یې کېږي.

ویل کېږي چې دغه حیوان د بورډ هیون په نوم د سمندر په غاړه کې موندل شوی او ساینسپوهان یې د پاتې شونو څخه نه شي پېژندلی، نو ځکه خو یې په نمونو څېړنې روانې دي.

ځینې ساینسپوهانو بیا وایي، چې دغه حیوان د باسکنګ په نوم سره د شارک ماهی دی، خو وروسته له څېړنو به ثابته شي چې دغه حیوان کوم نوی حیوان دی او شارک ماهي له ډلې څخه یو دی.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …