کورپاڼه / روغتيا / هغه مېوه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له اویا (۷۰) څخه د ډېرو ناروغیو درمل ګڼلي

هغه مېوه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له اویا (۷۰) څخه د ډېرو ناروغیو درمل ګڼلي

هغه مېوه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له اویا (۷۰) څخه د ډېرو ناروغیو درمل ګڼلي، زیتون یادوم همدا نن یې کور ته راوړئ او ګټه ورڅخه واخلئ. زیتون نه یوازې دا چې د خوند له مخې ځانګړتیا لري بلکې پخپل جوړښت کې بې شمېره ګټې هم لري.

له حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، د زیتون تېل وخورئ او و یې لګوئ ځکه چې ځکه چې په دې د اویا ناروغیو درملنه ده. د زیتون د فضلیت ذکر په قران کریم کې هم راغلی او په یو سورت کې الله تعالی په زیتونو قسم خوړلی.

د زیتونو له بې شمېره ګټو څخه یې ځینې دادي، لوړ فشار برابر ساتي، په وینه کې اضافه کلیسټرول له منځه وړي، په زیتونو کې د ویټامین اي کچه ډېره وي او د فایبرو شتون یې له قبض مخنیوی کوي او انسان صحت مند ساتي، په زیتونو کې سودیم، پوتاشیم، میګنیزیم، فاسفورس، اوسپنه او آیودین شتون لري.

د زیتونو په خوړلو سره د پوستکي ګونځي په ځنډ سره رامنځته کېږي، که چېرته له ډوډۍ خوړلو دمخه لس څاڅکي زیتون وخوړل شي، نو شل سلنه لوږه ختموي او د یو روایت له مخې معلومېږي چې دا مېوه د حضرت نوح علیه السلام په وخت کې هم وه او د اچار په ډول هم استعمالېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …