ځمکه د یوې داسې لویې تباهۍ څخه وژغورل شوه، چې فکر به مو هم نه و کړی، ستور پېژندونکو ادعا کړې، چې تېره ورځ جمعه ځمکه د یوې لویې تباهۍ څخه ژغورل شوې او یوه ډېره غټه سیارچه د ځمکې له کرې سره بېخي نږدې تېره شوې.
د امریکا د متحده ایالاتو د فضایي ادارې ناسا له لوري د خپور شوي خبر له مخې ویل کېږي، چې یوه ورځ وړاندې د تېرې جمعې په ورځ یوه غټه سیارچه چې یو زرو یو سلو پنځلس (۱۱۱۵) فوټه غټه وه، د ځمکې له څنګ څخه تېره شوه.
راپور زیاتوي، که چېرته دغه سیارچه له ځمکې سره جنګېدلې وه، نو د اته اتیا (۸۸) میلونو ټنو چاودېدونکو توکو په څېر به یې ویجاړی رامنځته کړی و، خو سیارچه ځمکې ته نږدې تېره شوه او ځمکه له دې تباهۍ څخه په امان پاتې شوه.
ویل کېږي که چېرته سیارچه له ځمکې سره لګېدلې وه، نو دومره ویجاړی به یې رامنځته کړی و، چې تر راتلوونکي څو پېړۍ پورې به یې بېرته جبران ناشونی و.