کورپاڼه / جالب / یو میتر اوږده بوټان چې د ټولنیز واټن په راوستلو کې مرسته کوي

یو میتر اوږده بوټان چې د ټولنیز واټن په راوستلو کې مرسته کوي

د کورونا د وایروس څخه د ژغورلو لپاره تر اوسه پورې ډېر نوي شیان یا توکي رامنځته شوي، چې اوسمهال په همدې لړ کې د (ایډیډاس) شرکت یو میتر داسې بوټان جوړ کړی، چې د کورونا وایروس څخه په ژغورنه کې مرسته کوي.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه بوټان نهه ویشت کلن ټومي کیش ډیزاین کړي او د ایډیډاس له لوري یې په لږ شمېر خرڅلاو ته وړاندې کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې لېدل کېږي، چې د بوټونو تصویرونه ډېر ژر لاس په لاس کېږي او د اوږدوالي ترڅنګ د بوټونه رنګ هم تر بحث لاندې راغلی، ځکه چې دغه بوټونه په دوو رنګونو سره رنګ شوی، یعنې یو بوټ یې سپین او بل یې بیا تور رنګ لري.

دا چې دغه بوټونه به تر کومه حده پورې پیرېدونکې ولري، دا به وخت ثابته کړي خو د یو میتر په اوږدوالي د نړۍ ترټولو اوږده بوټان ګڼل شوي، چې په مرسته به یې ټولنیز واټن رامنځته شي او د کورونا د وایروس په مخنیوي کې به مرسته وکړي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …