کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې سمدستي د خولې بوی ورکوي

هغه خوراکي توکي چې سمدستي د خولې بوی ورکوي

آیا تاسې به دا ومنئ چې په نړۍ کې میلونونه خلک د خولې د بوی ستونزې لري؟ که څه هم د خولې بوی په ښکاره ډول کومه ستونزه نه ده، خو د انسان شخصیت تر اغېز لاندې او ډېری کسان ددې ستونزې په سبب د شرم احساس کوي. غړغړه کول تر یو حده پورې دغه ستونزه حلوي نو په هر ځای کې غړغړه کول شوني نه وي، نو هڅه وکړئ چې یوه مڼه یا ژاوله له ځان سره ولرئ.

که چېرته تاسې هم د خولې د بوی له ستونزو سره مخ یئ، نو په لاندې توکي یې حلولی شئ.

اوبه: که چېرته خوله نمجنه وساتل شي نو په خوله کې به د خوراکي توکو ذرې او مړې حجرې راټولې نه شي، په خوله کې به د بکتریا وده ودرېږي او اوبه نورې ګټې هم لري نو باید په مناسبه اندازه وڅښل شي.

مستې: په مستو کې موجودې بکټریا د هضم په مرحله کې مرسته کوي، په ځانګړي توګه د لبنیاتو په هضم کې ډېرې ګټورې وي، چې بیا د هضم سیستم هم روغ وي او د خولې بوی هم له منځه ځي، خو باید ووایم چې په مستو کې باید بوره وا نه چول شي.

شېدې: د مستو ترڅنګ شېدې هم د خولې بوی له منځه وړلی شي او په شېدو کې موجود غوړ او اوبه د خولې بوی ښه کوي، په ځانګړي توګه هغه وخت کله چې خوله د پیازو یاهم د هوږې بوی کوي.

شین چای: د شنو چایو د څښلو عادت ډېرې ګټې لري، لکه په دماغي فعالیتونو کې ښه والی، د سرطاني ناروغیو خطر کمول او د زهرجنو توکو خارجول، د شنو چایو انټي اکساید د بکټریاوو سره مقابله کوي او د خولې بوی ختموي.

ژاولې: که چېرته د خولې له بوی سره لاس او ګرېوان یې نو د ژغورلو لپاره یې ژاولې ګټورې تمامېږي.

ویټامین سي لرونکي توکي: ویټامین سي لرونکي غذایي توکي لکه مالټه، مرچک او نور د خولې د بوی په ختمولو کې غوره ګڼل کېږي.

یوه مڼه وخورئ: یوه دانه مڼه خوړل هم د خولې بوی ختموي په ځانګړي توګه کله چې هوږه وخوړل شي.

نعناع، دڼیا، دارچیني، هیل او لونګ: د لونګو، دارچیني او هیل ژوول د خولې د بوی ستونزې حلوي او یو ډول ښه خوشبو پیدا کوي، دغه راز دڼیا او نعناع هم ذکر شوې ستونزه حلوي.

ډاکتر ته باید کله مراجعه شو؟ که چېرته په دې ټولو هڅو سربېره بیاهم د خولې بوی ورک نه شو، نو پوه شئ چې روغتیایي ستونزه به لرئ نو په داسې حالاتو کې ډاکتر ته مراجعه شئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …