د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي شاهد خان اپريدي د لور لاس غوښتى دى.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، په دې اړه د دواړو کورنيو ترمنځ خبرې شوې دي او هر څه وروستي شوي دي، خو د کوژدې لپاره د شاهد اپريدي کورنۍ وخت غوښتى دى.
د شاهين شاه اپريدي پلار اياز خان رسنيو ته ويلي دي، چې د شاهد اپريدي د کورنۍ سره پخوانۍ اړيکې لرو، هغوى دې رشتې ته رضا شوي دي او کوژده به هم ژر ترسره شي.
خو د شاهد اپريدي د کورنۍ يو غړي بيا د پاکستان جيو ټلويزيون ته ويلي دي، چې له تېرو دوه کلونو راهيسې د شاهين اپريدي لپاره د شاهد اپريدي د لور رشته غوښتل کېده.
هغه زياته کړې ده، چې اوس شاهين شاه اپريدى کرکټ کوي او د شاهد اپريدي لور درس وايي، نو له دې امله به د کوژدې اعلان يو څه وخت واخلي.
د شاهد اپريدي د کورنۍ دغه غړي ويلي دي، چې د کوژدې او واده مراسم به په راتلونکو دوه کلونو کې ترسره شي.
د سرچينو په وينا، شاهد خان اپريدي په دې اړه تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو ويل کېږي چې ښايي هغه هم ژر د دې خبر اعلان وکړي.