کورپاڼه / روغتيا / نړۍ د شاتو له کمښت سره مخ ده، خو دغه کمښت به څنګه پوره کوو؟

نړۍ د شاتو له کمښت سره مخ ده، خو دغه کمښت به څنګه پوره کوو؟

له چین څخه د مصنوعي ورېژو او هګیو د جوړولو راپورونه له دې وړاندې راغلي او اوسمهال د شاتو په اړه یو داسې خبر راغلی چې حیران به مو کړي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې په چین کې بې شمېر کارخانې د شاتو د جوړولو کار کوي، چې د نړۍ په سطحه د شاتو له مچیو ډېر شات تولیدوي او په ډېرو هیوادونو کې خرڅېږي.

په انګلیستان کې په کلني ډول پنځوس زره ټنه شاتو استعمالېږي او د نړۍ په سطحه بیا نوولس لکه ټن استعمالېږي، خو دغه ټول شات د شاتو د مچیو تولید نه وي، بلکې له نیمایي یې ډېر د چین لخوا په مصنوعي ډول سره تیارېږي، چې په اړه یې ساینسپوهانو او د مچیو ساتونکي کسان خبرداری ورکوي، دوی وایي، چې په نړۍ کې په ډېر اندازه پلورل کېدونکي شات د کم ارزښت شوګر یا بورې څخه جوړېږي، چې د چین اړوند ادارو هم ورته خبرداری ورکړی.

دوی وایي چې شات په نړیواله سطحه په میلیاردونو مارکیټ لري او ځینې کسان بیا داسې وي چې د ډېرې ګټې لپاره د اصلي شاتو پرځای مصنوعي شات تیاروي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې د شاتو د مچیو د ساتونکو لخوا د اصلي او مصنوعي شاتو د توپیر لارې چارې ښودل شوې وې، چې یو طریقه یې دا وه چې یو کاچوغه شاتو به راواخلئ، په اوبو کې به یې واچوئ، که حل شول نو مصنوعي دي او که حل نه شول نو پوه شئ چې شات اصلي دي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …