ملاله يوسفزۍ وايي، چې د خپلې ادارې (ملاله فنډ) له لارې دا هڅه کوي، چې په ټوله نړۍ کې ١٣٠ ميليونه هغه نجونې چې له زده کړو بې برخې دي، هغه ښوونځيو ته ولېږل شي او په خوندي ماحول کې زده کړې وکړي.
کم عمره نوبيل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ په واشينګټن کې په يوه انلاين مرکه کې په خپلو خبرو کې وويل، چې د هغې اداره په پاکستان، هند، افغانستان، نايجيريا او برازيل په څېر هېوادونو کې د ځايي ادارو سره په ګډه کار کوي چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه ليرې کړي.
د راپورونو په وېنا، نوموړې وويل، چې د يوې داسې نړۍ جوړولو لپاره کار کوي چې هره نجلۍ پکې زده کړې ترلاسه کړي او رهبري وکړي.
نوموړې وويل، چې د اقتصاد او سياست په ګډون په هره برخه کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده، نجونو ته دا ډېره مهمه ده چې د خپلو حقونو څخه خبرې شي، د خپلو حقونو لپاره ودرېږي، زده کړه او پوهه ترلاسه کړي.
نوموړې د نجونو د زده کړو په اړه وويل، چې دا ډېر اوږد کار دى او کله چې په دوامداره توګه په دې برخه کې کار وشي، نو ډېرې ښې پايلې به ورکړي.