کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نيوزيلېنډ وروستۍ لوبه کې بريا خپله او لوبلړۍ يې هم وګټله
نيوزيلېنډ لوبډله

نيوزيلېنډ وروستۍ لوبه کې بريا خپله او لوبلړۍ يې هم وګټله

نيوزيلېنډ په وروستۍ شل اوريزه لوبه کې اسټراليا ته د ٧ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او د ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ کې يې هم بريا خپله کړه.

د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ پنځمه نړيواله شل اوريزه لوبه په ويلنګټن کې ترسره شوه، چې په پيل کې اسټراليا پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

اسټراليا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې ميتيو ويډ ٤٤، ارون فنچ ٣٦ او مارکس سټوينيس ٢٦ منډې ترلاسه کړې.

د نيوزيلېنډ له خوا ايش سودي ٣، ټرينټ بولټ او ټيم ساوټي ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د ١٤٣ منډو هدف د نيوزيلېنډ لوبډلې په ١٥.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.

د دوى له خوا مارټين ګوپټيل ٧١، ديون کانوى ٣٦ او ګلين پيليپس ٣٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري ريلي ميريډټ ٢ او جهي ريچارډسن ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مارټين ګوپټيل ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ايش سودي ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې د پنځه نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ لومړۍ دوه لوبې نيوزيلېنډ، ورپسې دوه لوبې اسټراليا او وروستۍ لوبه نيوزيلېنډ وګټله، چې نيوزيلېنډ په ٣-٢ سره لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …