کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د چین له فضایي بېړۍ څخه د مریخ د سطحې حیرانوونکې تصویرونه ترلاسه شول

د چین له فضایي بېړۍ څخه د مریخ د سطحې حیرانوونکې تصویرونه ترلاسه شول

روان کال مو د متحده عربي اماراتو، امریکا او چین په اړه راپورونه ولوستل، چې ماموریتونه یې مریخ ته ورسېدل، چې په دې کې د ناسا پرمختللې فضایي بېړۍ پریزرویرنس پر مریخ د ښکته کېدو وروسته د مریخ په سطحه ګرځي، اماراتي بېړۍ د مریخ پر شاوخوا ګرځي او د چین بېړۍ له لومړۍ میاشتې څخه د ګرځېدو په حال کې ده او اوسمهال د مریخ ښکلي او حقیقي تصویرونه رالېږي.

تیان وین ون چې چینایي فضایي ماموریت دی تر یو څه وخته به د مریخ پر مدار وګرځي او بیابه یې پر سطحه ښکته شي، یاده دې وي چې تیان وین ون مانا د اسماني حقیقت لټون ده.

ویل کېږي چې د چین فضایي ادارې سي این ایس ای د تېرې پنجشنبې پر ورځ دوه ساده او رنګین تصویرونه ځمکې ته راولېږل، تیان وین په لومړیو دریو مریخي ماموریتونو مشتمل دی، چې لومړی به په غالب ګومان په اپریل کې ښکته شي او اوسمهال یې کامرو درې تصویرونه اخیستي چې ډېر واضحه دي، چې په مرسته به یې د بېړۍ د ښکته کېدو مناسب ځای انتخاب کړي.

په دې کې یو تصویر د مریخ شمالي قطبي سیمې لېدل کېږي او دوه ساده تصویرونه یې د ۳۳۰ کیلومیترو له لوړې اخیستي او وضاحت یې صفر عشاریه اوه میتره دی یعنې په دومره جسامت سره یو شی ور پکې پېژندل کېږي او لېدل کېږي

د بریا په صورت کې به چین د ناانساني سورلیو د لېږلو دویم هیواد شي، چې له دې وړاندې امریکا شپږ دانې اتومات موټرې پر مریخ ښکته کړې وې او د چین فضایي بېړۍ به هم د ناسا په څېر پراشوټ، راکټ او هوایي بیګونه استعمال کړي.

د پلان له مخې به تیان وین ون د یوټوپیا پلینیشیا په نوم به په هواره سطحه ښکته شي، ځای ناځای به تیږي هم شتون ولري او په همدې ځای ناسا په ۱۹۷۶ کال کې خپله بېړۍ ښکته کړې وه.

دا هم ولولئ

د انسان سترګه

دا د انسان سترګه نه، بلکې نوې اختراع ده

د جرمني اوسېدونکو د اى ټي انجنيرانو يوه داسې وېب کېمره جوړه کړې ده، چې …