کورپاڼه / بېلا بېل / حیرانوونکې موندنه: د کوم حیوان غوږونه له فیل څخه غټ وي؟

حیرانوونکې موندنه: د کوم حیوان غوږونه له فیل څخه غټ وي؟

د کوم حیوان غوږونو ترټولو غټ غوږونه ګڼل کېږي، کله چې دغه پوښتنه اورو نو ذهن ته مو سمدستي فیل راځي، که چېرته ستاسې ذهن ته هم فیل راځي، نو ستاسې خبره تر ننه پورې سمه وه ځکه چې د افریقایي فیلانو غوږونه ترټولو غټ غوږونه دي.

په حیواناتو څېړنې کوونکي کارپوهان وایي، چې د فیل سربېره یو بل حیوان هم شته چې په طبیعي ډول یې غوږونه غټ دي، کارپوهان وایي ځنګلي موږکان (جربوا) د ځمکې پر مخ دویم هغه حیوان دی، که چېرته یې مخ څلور اینچې وي نو غوږ به یې له یو نیم څخه تر دوو اینچو پورې وي، دوی وایي چې د ځنګلي موږکانو غوږونه د بدن د نورو غړو په پرتله غټ وي.

څېړونکې وایي چې جربوا د چین او منګولیا په دښتو کې موندل کېږي او د ژوند اوسېدلو لپاره چینجي خوري، په طبیعي ډول دوه پښې او د غوا په څېر دوه غوږونه لري.

څېړونکې زیاتوي چې د فیلانو غوږ د هغوی د بدن په حساب اوولس سلنه غټ وي، چې په همدې جربوا د فیل څخه غټ غوږی حیوان ګڼل کېږي، ځکه چې د موږ د غوږ اندازه له پنځه څلویښتو څخه تر پنځوسو پورې وي.

د څېړونکې ډلې مشر هولډین وایي، که چېرته جربوا هم د فیل هومره نو غوږونه به یې هم د فیل برابر ول او په همدې اساس یې غټ غوږی حیوان ګڼلی شو، دغه راز جربوا د خپلو غټو غوږونو په سبب د نورو حیواناتو په پرتله آواز په غوره ډول سره اوري او په دې ډول د شاوخوا له حالاتو خبرېږي.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …