د سويلي کوريا يو سندرغاړي پي ايس واى په ٢٠١٢ کال کې يوه سندره ويلې وه چې (ګنګم سټايل) نوم ورکړل شوى و، خو په دې سندره کې د هغه ځانګړې نڅا تراوسه پورې له خلکو نه ده هيره شوې.
د دې سندرې له خپرېدو سره سم دا په ټوله نړۍ کې ډېره زياته مشهوره شوه، په هر هېواد کې خلکو د دې سندرو ځانګړې نڅا باندې ويډيو هم جوړه کړه.
د (ګنګم سټايل) د سندرې د مشهورېدو اندازه له دې نه وکړئ، چې دا سندره په يوټيوب کې تراوسه پورې له ٤ ميلياردو څخه زياتو کسانو ليدلې او اورېدلې ده.
دې سندرې د خپرېدو وروسته په شاوخوا ٨ يا ٧ کلونو کې دا هدف پوره کړى دى. دا د کوريايي ژبې لومړنۍ سندره ده چې په يوټيوب يې ډېر ريکارډونه جوړ کړل، تر دې مخکې د کوريا هېڅ سندرې دومره ليدونکي نه دي اخيستي.
خو په يوټيوب کې اوس هم تر ټولو زياته ليدل شوې ويډيو بيا د ماشومانو لپاره ويل شوى نظم (بى بي شارک) ده، چې تراوسه پورې له ٨ ميلياردو څخه زياتو کسانو ليدلې او اورېدلې ده.