کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اى پي ايل ٢٠٢١ د لوبو مهالوېش اعلان شو، لومړۍ لوبه به د ممبۍ او بېنګلور ترمنځ ترسره شي
اى پي ايل ټرافي

د اى پي ايل ٢٠٢١ د لوبو مهالوېش اعلان شو، لومړۍ لوبه به د ممبۍ او بېنګلور ترمنځ ترسره شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠٢١ کال د سياليو مهالوېش اعلان شو، چې په لومړۍ لوبه کې به دفاعي اتله لوبډله ممبۍ انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې مخامخ شي.

د جمعې په ورځ د اپريل په ٩مه نېټه دا سيالۍ پيلېږي، چې لومړۍ لوبه په چيناى کې ترسره کېږي او د هند په وخت ٧:٣٠ بجې به پيل شي.

په ليګ پړاو کې ٥٦ لوبې ترسره کېږي، چې د ليګ پړاو وروستۍ لوبه به د مۍ په ٢٣مه نېټه د رايل چېلنجرز بېنګلور او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

همدا راز کواليفاير ١، ايليمينېټر، کواليفاير ٢ او پايلوبه به د مۍ په ٢٥مه، ٢٦مه، ٢٨مه او ٣٠مه نېټه ترسره شي.

د بشپړ مهالوېش کتلو لپاره دلته کليک وکړئ

د يادولو وړ ده چې تېر کال ٢٠٢٠ کې د کورونا له امله د هند تجارتي ليګ ځنډېدلى و، چې وروسته بيا په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، خو دا ځل د هند په شپږ ښارونو کې ترسره کېږي.

همدا راز حکومت اجازه ورکړې ده، چې پنځوس سلنه تماشچيان به په ځينو لوبغالو کې د لوبو نندارو ته پرېښودل شي او د کورونا احتياطي تدابير به هم ونيول شي.

د هند تجارتي ليګ کې درې افغان لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم لوبېږي، چې مخکې مجيب الرحمان په کنګز اليون پنجاب لوبډله کې لوبېده، خو اوس درې واړه په سنرايزرز حېدراباد لوبډلو کې لوبېږي.

دا هم ولولئ

سکندر رضا د سرطان له خطره وژغورل شو

د زمبابوې د کرکټ ملې لوبډلې پاکستانی الراونډر سکندر رضا د سرطان له خطر څخه …