کورپاڼه / روغتيا / د خېټې د ګیس ستونزه په دې ډول حل کړئ

د خېټې د ګیس ستونزه په دې ډول حل کړئ

ځینې وختونه په وخت ناوخت خوراک او د هضم په سیستم کې د خرابوالي په سبب په معده کې ګیس رامنځته کېږي، چې بیا مو له سخت تکلیف او ناآرامۍ سره مخ کوي، که چېرته یې پر وخت درملنه ونه شي نو د معدې نورې خطرناکې ناروغۍ رامنځته کولی شي، نو باید د معدې د ګیس ژر تر ژر درملنه وشي.

نن ورځ یوه داسې نسخه بیانوو چې د معدې ګیس او د قبض د ناروغیو درملنه کوي، ددې لپاره به سپیرکۍ، د پنیر ډوډۍ، سپین نعناع او توره مالګه به راواخلئ په یوه اندازه به یې وټکوئ او چاڼ به یې کړئ، بیابه مالګه ور واچوئ نو درمل به تیار شي، خو که چېرته یې د لوړ فشار لرونکي کسان استعمالوي له مالګې پرته دې یې استعمال کړي.

د استعمال طریقه:

د سهار او ماښام له ډوډۍ خوړلو وروسته یې نیمه کاچوغه وکاروئ، نو قبض او د ګیس ستونزه به مو حل شي، خو له خوراک وروسته یې قدم وهنه اړینه وي.

دغه راز بادرنګ د فلیونویډ اکسایدنټ په شتون سره د خېټې د پړسوپ لپاره ګټور وي او سوخت هم کموي، نو کولی شئ چې بادرنګ یاهم پرې کړئ او یاهم ورڅخه اوبه وباسئ او و یې څښئ او د پوتاشیمو لرونکې توکي لکه کېله هم د خېټې د پړسوپ او ګیس ستونزې یې حلوي او د فایبرو شتون یې بیا د قبض مخنیوی کوي، بله خوا په مستو کې د پروبایوټیکس یعنې د معدې لپاره ګټورې بکټریا وي چې د هضم لپاره اغېزمنې تمامېږي او د ګیس ستونزې حلوي.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …